ads

په ارزګان کې ناامنیو ځوانان بې‌روزګاره کړي

ارزګاني ځوانان وایي، د جګړو او نا امنيو له امله يې ورځنۍ چاري ټکنۍ شوې او کار روزګار ورته نه پیداکېږي.

احسان الله ولسمل
23 چنګاښ 1399
په ارزګان کې ناامنیو ځوانان بې‌روزګاره کړي
دغه ځوانان د بې کارۍ لامل ناامني یادوي او زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې هلته د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه شوې ده.
دوی وايي، د کار په نشت کې نه يوازې داچي ورځني لګښتونه نه شي پوره کولی، بلکې ډېر شمېر ځوانان نورو ناوړه کارونو ته مخه کوي.
هغوی له حکومت او مسولینو غوښتنه کوي چې کاري فرصتونه او دندې ورته پیدا کړي.
«موږ ټول بې روزګاره ګرځو، ځکه جګړې دي او هېڅ د کار زمينه نه ده برابره شوې.
موږ پوهېږو که دولت د کار زمينه برابره نه کړي، ځوانان به تر دې لا ډېرو ناوړه کارونو ته مخه کړي.»
له دي سره په دغه ولايت کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست هم مني چي په دغه ولايت کې د بی روزګارۍ کچه لوړه ده.
د دغې اداري مشر فضل الرحيم حقبين وايي، د جګړو او نا امنيو له امله د بیارغونې کارونه درېدلي  او د کاري سرچينو ډېری برخې له ستونزو سره مخ شوې چې له امله يې ډېر شمېر کسان بی روزګاره پاتې شوي دي.
«د بې روزګارۍ کچه خو ډېره لوړه ده. موږ د حرفوي زده کړو په برخه کې ځوانان روزلي او هغه مو پر کار کړي دي. تر دې وروسته به هم د ځوانانو روزنې ته پام کوو.»
اروزګان هغه ولايت دي چي ۸۰ سلنه خلګ يي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چي د تېرو څه باندې درېيو کلنو جګړو په دغه ولايت کې کرنیزې برخي ته ډېر زيان رسولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA