ads

د پکتیکا انګور اډې لاره د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سېلاب ساحل کلید ته وویل، د برمل انګور اډې لار له اته میاشتني بندښت وروسته د دواړو هېوادونو په موافقه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.

خیرالدین ذکي
23 چنګاښ 1399
د پکتیکا انګور اډې لاره د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه
نوموړی څرګندوي، له دواړو لورو به د اونۍ د شنبې په ورځ مسافر او پاتې شپږ ورځې به سوداګر په دوه اړخیز ډول پرې تګ راتګ کوي.
«نن د پکتیکا انګور اډې لار له نیکه مرغه له اته میاشتني ځنډ وروسته د صادراتو او وارداتو پر مخ خلاصه شوه. دغه لار به په اونۍ کې شپږ ورځې د سوداګرۍ او مالونو پر مخ او یوه ورځ به د مسافرو پر مخ خلاصه وي.»
پر دې لاره تلونکي مسافر او سوداګر د لارې خلاصون د سوداګرۍ په برخه کې اړین بولي، دوی وايې له دې سره به د توکو په بیو کې ټیټوالی راشي او د دې سیمې مسافر به وکولای شي په لږه موده کې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.
 خو دوی وايي، لار د ټولو توکو پر مخ په بشپړ ډول نه ده پرانستل شوې، له پولې هغې غاړې څخه ځينو مشخصو خوراکي توکو ته اجازه ورکول کېږې چې په خبره يې دا څه اوس هم د خلکو او سوداګرو لپاره سر خوږی دی.
«اوس مهال لاره خلاصه شوې، خو ډېری توکو ته اجازه نه ورکوي. یوازې بادرنګ، زردالو او ځینې نورې مېوې پرې وړل کېږې.»
پر همدې مهال یو شمېر سوداګر غوښتنه کوي چې د انګور اډې لارې ترانزیټ ته دې چارواکي پاملرنه وکړي.
ملي سوداګر محمد اسلم وزیري کلید سره په خبرو کې وویل، د لارې له ټرانزیټ سره به د پولې دواړو غاړو اولسونو ته اقتصادي ګټې ورسېږي او د سوداګرۍ په برخه کې به ګڼې اسانتیاوي رامنځته شي.
«سره له دې چې اوس دا لار پرانیستل شوه، پر دې لار صادرات او واردات ډېر کېږې. سوداګر غواړي چې د انګور اډې لار ژر تر ژره ټرانزیټ شي. له پاکستان سره له غځېدلو ټولو لارو څخه دا لار شاوخوا ۵۰۰ کیلو مټره نېږدې ده. په ټرانزیټ سره به يې په سوداګرۍ کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.»
یاده دي وي چې د انګور اډې لارې د پرانیستل کېدو په اړه د دغه ولایت سوداګرۍ خونې مسولینو، په کابل کې د پکتیکا سوداګرو او فعالانو څو ځله تر مرکزي حکومت پوري خپل شکایتونه رسولي او په دې اړه يې خبرې کنفرانسونه او اعلاميې هم خپرې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA