ads

په کندهار کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول

د کندهار امنیتي چارواکي هلته له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو د نښتې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 چنګاښ 1399
په کندهار کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، نښته تېره شپه ۱۰ بجې د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو تر برید وروسته رامنځته شوه.
بارکزی وايي، افغان ځواکونه پر دې توانېدلي چې د طالبانو برید په شاه وتمبوي.
د ده په خبره، په رامنځته شوې نښته کې ۱۱ طالبان ووژل شول او پنځه نور یې ژوبل شول.
هغه څرګنده کړې چې په دې جګړه کې افغان سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ورکړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA