ads

په سمنګان ولایت کې د طالبانو په موټربم برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست وسله وال برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

محمدخان بریال
23 چنګاښ 1399
په سمنګان ولایت کې د طالبانو په موټربم برید کې ۱۱ تنه وژل شوي
نن سهار یولس بجې د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست د وسله والو طالبانو له خوا موټربم برید وشو چې تر برید وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي کلید ته وویل، په دغه برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ کارمندان وژل شوي او د اتو ښځو په ګډون ۶۳ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسولیت منلی دی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، برید د دوی جنګیالیو ترسره کړی چې لسګونه د ملي امنیت سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA