ads

په خوست کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانیستل شو

که څه هم په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش له سترو خنډونو او ننګونو سره مل ؤ، خو د یو شمېر نورو لویو ولایتونو ترڅنګ یې نن ورځ په خوست کې هم د وېش د مرکز پرانیسته ترسره شوه.

بختاجان بختیار
23 چنګاښ 1399
په خوست کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانیستل شو

د خوست والي صدیق پتمن د یاد مرکز د پرانېستې پرمهال وویل، برېښنايي پېژندپاڼې د نظام په جوړښت، په اقتصاد، ټولنیز پرمختګ او د امنیت په تامین کې اغېزناک رول لرلی شي.
هغه وویل، اوس مهال د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو پروسه اسانه شوې او پر خوست مېشتو یې غږ وکړ چې د نوم لیکنې او فورمو اخیستو لپاره یاد مرکز ته مراجعه وکړي.
«تاسو پوهېږئ چې برېښنايي پېژندپاڼې د الکترونیکي حکومتدارۍ لپاره یو نېک اقدام دی چې دا د نظام په ټېنګښت، شفافیت او د یوې دقیقې احصايې ترلاسه کول دي. دا د ټولو افغانانو غوښتنه وه او هیله ده چې په ټول هېواد کې یې په چټکۍ سره د وېش لړۍ پیل شي.»
په ورته مهال د برېښنايي پېژندپاڼو یو تن ترینر اجمل رحماني وویل، د برېښنايي پېژندپاڼو سیستم د معلوماتو د خوندیتوب له څو زېرمو برخمن دی چې هیڅوک پکې لاسوهنه نه شي کولی.
«دا یو نړیوال سیستم دی، زموږ معلومات په یو ځای کې نه ثبتېږي، بلکې دا په ډېرو ځایونو کې ثبتېږي، او بله ښېګڼه یې داده چې هېڅوک پکې لاسونه نه شي کولی.»
د خوست یو تن اسېدونکی صاحب ګل فرهاد وایي، برېښنايي پيژندپاڼې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو ترڅنګ نورې ډېرې ګټې لري.
«یو دا چې په کارونو کې اسانتیاوې رامنځ ته کوي، دویم له قلمرو د باندې اوس کاغزي تذکرې د استفادې وړ نه دي او په دې سره به موږ په بهر کې له ستونزو سره نه مخ کېږو، درېیم دا چې د جرمونو په کمښت مستیقا اغېز لري.»
د معلوماتو له مخې په خوست کې د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره شاخوا ۱۵۰۰ کسانو ته فورمي وېشل شوې.
د دغه ولایت د احصایې مسولین وایي، لس ورځې به له مرکز کابل څخه راغلي ترینران د دوی مامورین روزي او له هغې وروسته به رسما د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA