دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳ میلیونه ته نېږدې شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۹۵۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۷۲ زره او ۱۰۰، په بریټانیا کې ۴۴ زره ۹۰۴، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۰۳، په فرانسه کې ۳۰ زره اووه، په هند کې ۲۳ زره او ۱۷۴، په ایران کې ۱۲ زره او ۸۲۹ او په پاکستان کې ۵۲۶۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ