ads

ویسټ‌انډیز له انګلستان لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

د کورونا ناروغي له کبله تر رامنځته شوو محدودیتونو وروسته لومړۍ کرکټ لوبه د انګلیستان او ویسټ‌انډیز لوبډلو تر منځ وشوه چې د ویسټ انډیز لوبډلې په اسانۍ د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

شمس الرحمن شمس
23 چنګاښ 1399
ویسټ‌انډیز له انګلستان لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

لومړی د انګلستان کرکټ لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۰۴منډې جوړې کړې.
ویسټ انډیز په ځواب کې ۳۱۸ منډې ترسره کړې.
د انګلستان له لوري لوبډلمشر سټوکس ۴ او جيمز انډرسن ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
انګلستان بيا د کراولي د ۷۵ او د سېبلي د ۵۰ منډو پر مټ ۳۱۳ منډې جوړې کړې.
د ويسټ‌انډيز له لوري دا ځل ګبرېل ۵ وېکټې واخیستې.
په دې سره انګلستان خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۹۹ منډې هدف وټاکه.
خو ویسټ انډيز په خورا ښه ډول د بلک ووډ د ۹۵ منډو پر مټ دغه هدف پوره کړ او په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې انګلستان ته ماتې ورکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA