ads

نۍ اداره: معلوماتو ته لاس رسی له بحران سره مخ دی

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې یا نۍ د هېواد په پنځو زونونو کې له سل تنو هغو خبریالانو سره چې عملا له رسنیو سره د خبریال توګه کار کوي خبرې کړې دي.

فضلهادي حمیدي
23 چنګاښ 1399
نۍ اداره: معلوماتو ته لاس رسی له بحران سره مخ دی
د نی مشر عبدالمجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ د یادې سروې د پایلو د اعلان پرمهال وویل، د دوی سروې څرګندوي چې په هېواد کې معلوماتو ته د لاس رسي وضعیت په بحراني حالت کې دی او په دې اړه ستونزې ورځ تربلې زیاتېږي.
خلوتګر وایي، امنیتي ادارې، عدلي او قضایي بنسټونه او جمهوري ریاست په ترتیب سره هغه ادارې دي چې معلوماتو ته لاس رسی پکې تر نورو هغو ډېر ستونزمن دی: «په افغانستان کې معلوماتو ته لاس رسی بحراني دی او هره ورځ لانور ستونزمن کیږي، ترټولو په امنیتي ادارو کې معلوماتو ته لاس رسی سخت دی، د دغه ادارو ویندویان لومړی رسنیو ته معلومات نه ورکوي او بیا یې که ورکوي هغه هم د حکومت تبلیغات وي.»
د نی مشر عبدالمجیب خلوتګر وایي، په اړوندو چارو کې د حکومتي ادارو ناکامي او پاتې راتلل د دې لامل شوي چې دغه ادارې رسنیو ته د ویلو لپاره څه ونه لري:« ډیری خبریالان په دې نظر دي چې حکومتي ادارې په خپلو چارو کې پاتې راغلې او رسنیو ته د ویلو لپاره څه نه لري او هغه منفي موارد خو هسې هم له رسنیو سره نه شریکوي.»
په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو څخه شکایت کوي او وایي، حکومتي ویندویان له رسنیو سره دوه ګونی چلند کوي او آن ځینې داسې موارد هم شته چې د څو اونیو په تېرېدو سره یې په اړه معلومات نه ورکوي.
یوه تنه کابل میشتې خبریاله لېمه هوتک وایي:« اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ډیرې ستونزې شته هیڅ رسنیو ته معلومات نه ورکوي او که معلومات هم ورکوي، څو مشابه کلپونه یې ثبت کړي هغه هره ورځ رسنیو ته لیږي، اصل لامل یې په چارو کې د مسوولینو ناکامي ده چې معلومات نه ورکوي.»
خو د جمهوررییس ویاند صدیق صدیقي له کلید سره په خبرو کې د خبریالانو دغه نیوکې رد نه کړې او  زیاته یې کړه چې دوی تل سالم انتقادونه مني او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې به لاډیرې هڅې وکړي:« د حکومت ټول تلاش پردې دی چې اطلاع رساني حمایت شي او ټولې ادارې خپل کارونه ترسره کړي خو دا چې زموږ د رسنیوهمکاران راضي نه دي موږ به لا ډیرې هڅې وکړو چې هغوی راضي شي، موږ انتقاد منو او هڅه کوو چې ستونزې حل کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال ډیری رسنۍ هره ورځ د هېواد د امنیتي وضعیت، سولې د پروسې او کورونا ناروغۍ په اړه ګڼ راپورونه لري خو دغه رسنۍ په دغو او دې ته ورته نورو مواردو کې د حکومتي اړوندو ادارو له خوا د معلوماتو له نه ورکولو څخه شکایت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA