«قاچاقي غوښو د چرګانو روزنې سکټو پر تولیداتو منفي اغېز کړی»

د افغانستان د چرګانو د توليد او روزنې سراسري ټولنه وايي، په قاچاقي ډول د ژوندیو چرګانو، غوښو او د هګیو وارداتو یې پر توليداتو منفي اغېز کړی او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.