ads

د کورونا ویروس ۱۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴زره او ۶۰۵ تنو ته ورسېد. 

محمدخان بریال
23 چنګاښ 1399
د کورونا ویروس ۱۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۲۸ تنه مړه شوي او ۶۴ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۰۳۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۱ زره او ۲۸۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA