ads

په سمنګان ولایت کې د طالبانو موټر بم برید ۵۴ تنه ټپیان کړل

د دغه ولایت د والي ویاند محمد صدیق عزیزي کلید راډیو ته پېښه تایید کړه او وایې تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

محمدخان بریال
23 چنګاښ 1399
په سمنګان ولایت کې د طالبانو موټر بم برید ۵۴ تنه ټپیان کړل
د هغه په وینا، چاودنه موټر بم وه او د یاد ولایت د ملي امنیت ریاست مخې ته شوې ده.
دی وایي، د پېښې له ځایه تر اوسه ۵۳ تنه ټپیانو روغتون ته وړل شوي دي، برید پای ته رسېدلی او درې بریدګر هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، په شوي برید کې د ملي امنیت لسګونه سرتیري مړه او ژول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA