د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، افغان حکومت د طالب بندیانو خوشي کېدو ته ژمن دی او په تېرو څو ورځو کې یې ۱۸۰ نور طالب بندیان ازاد کړي.
دی زیاتوي، د دغو طالب بندیانو په خلاصون سره د حکومت له لوري د ټولو خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد.
د ده په وینا، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د حکومتي زندانیانو خوشي کېدو بهیر یې هم درولی دی.
تېره ورځ د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي هم پر طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، خو وسله وال طالبان وایي، جګړه یې یوازنۍ ټاکنه ده او د ۵۰۰۰ زره بندیانو تر خلاصون به دوام ورکوي.
دوی پر حکومت غږ کړی چې سولې ته ژمن پاتې شي او د دوحې د تړون له مخې پاتې طالب بندیان ازاد کړي.
د واشنګټن او طالبانو د تړون له مخې به افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ