د دغه وزارت ویاند ګران هېواد څرګندوي چې د کېدونکې ناستې هدف د جولای پر دویمه د درېیو هېوادونو د جمهور رییسانو په غونډه کې د پرګرامونو او پایلو په تړاو بحث کول دي.
دی زیاتوي، درې واړه وزیران به د یادې ناستې د نظریو او وړاندیزونو د پلي کېدو په تړاو وغږېږي.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني د چنګاښ میاشتې پر ۱۲مه د اذربایجان له جمهور رییس الهام علي اوف او د ترکمنستان له جمهور رییس قربان قلي بیردي محمدوف سره په ویډیویي کنفرانس کې پر سیمهییز اتصال او د اقتصادي ودې پر پراختیا خبرې وکړې.
په هغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د سیمهییز اتصال، د ریل پټلۍ پراختیا، نوري فایبر، ټرانسپورټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د درېیو هېوادونو ترمنځ ګډه کمېټه جوړېږي او تر درېیو میاشتو وروسته به خپل راپورونه د یادو هېوادونو جمهور رییسانو ته وړاندې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ