ads

کورونا ویروس د سوداګرو مېرمنو کاروبار زیانمن کړی

په ننګرهار کې ښیځنه سوداګرې وایي، د کورونا ویروس له امله یې کاروبار زیانمن شوی دی.

جان اغا صالح
22 چنګاښ 1399
کورونا ویروس د سوداګرو مېرمنو کاروبار زیانمن کړی
په یاد ولایت  کې سوداګرې میرمنې وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې په  ننګرهار کې د سوداګرو مېرمنو ۷۰ سلنه کاروبار د کورونا ویروس او محدودیتونو له امله زیانمن شوی دی.
دوی وایي، ځینې سوداګرې مېرمنې بازار ته د خپلو توکو په استولو او د اخیستو پورونو په ورکړه نه دي بریالۍ شوې.
 فریده اخندزاده هغه سوداګره ده چې د خیاطۍ په یوه کارخونه کې ورسره لسګونه مېرمنې د کالیو په ګڼدلو بوختې دي.
دا وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي له وېرې نه یوازې د دوی کاروبار زیان ولید، بلکې ګڼې نورې مېرمنې بې روزګاره هم شوې.
«درې میاشتې کېږي چې د کورونا له امله قرنطین وو، نو کاروبار خراب شوی او هغو مېرمنو چې له موږ سره یې کار کاوه، بې روزګاره شوې دي.»
مېرمنې په سوداګریزه برخه کې د ښځینه سوداګرو پرمختګ مهم بولي او ټینګار کوي چې حکومت دې د دوی لاسي توکو ته د مناسب بازار په لټه کې شي.
جمیله شیرزاد او فریده اخندزاده ټینګار کوي، که حکومت مېرمنو ته په سوداګریزه برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ نه یوازې به دوی په سوداګریزه برخه کې ګڼې لاسته راوړنې ولري، بلکې د مېرمنو پر وړاندې به د کورني تاوتریخوالي په کمېدو کې هم مهم رول ولري.
«موږ ډېر کله خپل توکي د مناسب بازار د نشت له امله نشو پلورلی، هیله مو له حکومت دا ده چې د مېرمنو لپاره دې ځانګړی بازار جوړ کړي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسولین هم مني چې د کورونا ویروس له امله په دغه ولایت کې د سوداګرو مېرمنو کاروبار ۷۰٪ سلنه درېدلی.
په یاد ولایت کې د سواداګرۍ خونې د ښځينه سوداګرو د ساحوي خونې مرستیاله نګینه عظیمي اندېښنه لري او وایي، که حکومت مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې نه کړي، وېره شته چې ډېری ښځینه سوداګرې مېرمنې به کارو بار پرېږدي.
«په تېرو درېیو میاشتو کې ښځينه سوداګرو ډېر زیان لیدل، کاروبار یې ۷۰ سلنه خراب شوی، ځکه قرنطین و او څوک یې تولیدات نه اخلي.»
په ورته مهال د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایي، په تېر لمریز کال کې یې په مرکز او ولسوالیو کې د ښځنیه وو د اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره ګڼې پروژې پلې کړې دي.
«مونږ شاوخوا ۸ نیم زره مېرمنو ته د کاروبار او د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او هڅه کوو چې دا لړۍ له ښار تر لرې پرتو ولسوالیو هم وغځوو، چې په دې سره به د مېرمنو ستونزې حل شي.»
په ننګرهار کې ښځينه سوداګرۍ وایي، د دوى لاسي كارونو او توليداتو ته لازمه بازار موندنه نه كېږي او د اړوندو ارګانونو ټولې هڅې يوازې په مركز پورې مربوطې پاتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA