د نوموړي په وینا، پر افغان سرتېرو بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې، د دولتي کارمندانو په نښه کول او د نورو جرمونو ترسره کول د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کوي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ویلي، دې ډلې د هېواد په مختلفو سیمو کې تاوتریخوالی ډېر کړی او د حکومت او دوی تر منځ یې د مخامخ خبرو پیلېدو بهیر ځنډولی دی.
هغه څرګنده کړې، په یادو بریدونو کې د ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو وژل کېدل نهبښونکی عمل دی.
دې شورا تر دې وړاندې هم ویلي، طالبانو په تېره اونۍ کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د خپلو بریدونو په پایله کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو بیا د تاوتریخوالي ډېرېدو په تړاو د افغان حکومت د دغې ادعا په غبرګون کې تبصره نه ده کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ