ads

جرمني شرکت د کورونا ناروغۍ درمل جوړ کړي

د جرمني هېواد رسنۍ وایي، هلته د بیوان تیک په نوم شرکت پر دې توانېدلی چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ درمل تولید کړي.

شمس الرحمن شمس
22 چنګاښ 1399
جرمني شرکت د کورونا ناروغۍ درمل جوړ کړي
د سرچینو په وینا، دغه درمل اوس د یاد هېواد روغتیایي بنسټونو ته د تاییدۍ لپاره لېږل شوي دي.
د یاد شرکت مسولین وایي، که روغتیایي چارواکو دغه واکسین تایید کړل، د روان کال تر وروستیو به ۱۰۰ میلیونه او په راتلونکي کال کې به ۱،۲ میلیارده واکسین تولید کړي.
په ورته وخت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم شرکتونه او بنسټونه د دې ناروغۍ د درملو پر جوړېدو بوخت دي، خو تر اوسه یې پر جوړېدو نه دي توانېدلي.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۱۲ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر نور کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA