ads

دادمحمد عنابي د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

د خبریالانو د ملاتړ اداره یا نۍ وایي، د اصلاح ورځپاڼې مدیر مسوول دادمحمد عنابي د کورونا ویروس له کبله دا نړۍ د تل لپاره پرېښوده.

محمدخان بریال
22 چنګاښ 1399
دادمحمد عنابي د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

د نۍ په وینا، د رسنیو له ټولنې دا اووم تن دی چې کورونا ویروس یې ژوند اخلي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د رسنیو تر ۱۰۰۰ زرو ډېر کارمندان پر کورونا ویروس اخته شوي، ځینې ترې روغ شوي او ځینې اوس هم ناروغان دي.
تر دې وړاندې د خبریالانو د ملاتړ ادارې له حکومت او د رسنیو له مدیرانو غوښتنه کړې وه چې د خپلو کارمندانو روغتیایي حالت ته جدي پام وکړي.
دامهال کورونا ویروس په افغانستان کې تر ۳۳ زره ډېر کسان نیولي او تر ۲۰ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA