ads

د پاکستان په پي ای اې هوایي شرکت د پروازونو بندیز ولګېد

امریکا هم د پاکستان د نړیوال هوایي چلند (پي ای اې) پروازونه بند کړل له دې وړاندې اروپایي هېوادونو په دغه شرکت د پروازونو بندیز لګولی و. د دغه شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د هوایي چلند چارواکو د پاکستان د هوایي چلند د ادارې د څګندونو .وروسته چې ویلي یې […]

شمس الرحمن شمس
21 چنګاښ 1399
د پاکستان په پي ای اې هوایي شرکت د پروازونو بندیز ولګېد

امریکا هم د پاکستان د نړیوال هوایي چلند (پي ای اې) پروازونه بند کړل له دې وړاندې اروپایي هېوادونو په دغه شرکت د پروازونو بندیز لګولی و.

د دغه شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د هوایي چلند چارواکو د پاکستان د هوایي چلند د ادارې د څګندونو .وروسته چې ویلي یې و نیمایي پیلوټان یې جعلي اسناد لري، نو له دې کبله امریکا هم ددغه شرکت په الوتنو بندیز ولګاوه

د پاکستان هوایي چلند ادارې د خپلو پیلوټانو د جعلي اسنادو د موضوع په تړاو څېړنې پیل کړي دي او د معلوماتو له مخې تر اوسه یې ۱۷پیلوټان له دندو ګوښه کړي دي.

امریکا دغه شرکت ته د یوه کال لپاره ځانګړی جواز ورکړی و تر څو هغه پاکستاني اتباع بېرته خپله هېواد ته یوسي چې د کرونا له کبله په امریکا کې ګیر پاتې و.

د پیلوټانو د جعلي اسنادو خبره هغه وخت افشا شوه کله چې د مۍ میاشتې په ۲۲مه کراچۍ ښار ته نږدې د پي ای اې یوه الوتکه له سورلۍ ډکه د خلکو په کورونو ولوېده او له کبله ۹۷تنه ووژل شول تر دې وروسته څېړنو په ډاګه کړه چې یو شمېر پیلوټان په جعلي اسنادو ګمارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA