وسله وال طالبان غور ولایت کې د ۱۷حکومتي بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د غور له زندانه ۱۷حکومتي زندانیان ازاد کړي دي او د کومک له ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته استول شوي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو وړاندې افغان حکومت به ۵زره او طالبان به ۱۰۰۰تنه بندیان ازادوي.
په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله وايي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره اړتیا ده چې د پنځه زره طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، چې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ غونډه به د طالبانو پنځه زره او د دولت د زرو بندیانو د ازادېدو بهیر له پای ته رسېدو یوه اوونۍ ورسته په دوحه کې جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د۴۰۱۹طالب بندیانو د خوشې کولو او طالبانو بیا له ۷سوه څخه د زیاتو بندیانو خوشې کولو ویلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

