له روانې ۱۹ کلنې جګړې هره ورځ د مرګ او ژوبلې د راپور ورکونې او خبرونې که له يوې خوا عام ولس ستړی کړی، ترڅنګ يې ژورنالستان هم تر پوزې راوستي.
خو اوس مهال په هیواد کې د یو شمېر رسنیزو بنسټونو مسولين، د رسنیو او د خبريالانو د ملاتړ نهادونه پدې فکر کوي، چې څنګه جګړه ځپلي ولس ته د سولې ييز ژورنالېزم له لارې خوښي ورکړي.
د ژورنالستانو د ملي اتحاديې یو تن روزنکی شېرشاه همدرد چې نن ورځ يې خوست کې د سولې ژورنالېزم په نوم خبريالانو ته یو ورځني ورکشاپ کې خبرې کولې وويل په تېرو ۱۹ کالونو کې په هیواد کې د سولې ييز ژورنالېزم په برخه کې، چې د ژورنالېزم لویه برخه تشکيلوي کار نۀ دی شوی.
د نوموړي په خبره که رسنۍ او خبريالان په رښتيني ډول او د هېوادني احساس له مخې سولې ته په ژمنتيا کار وکړي، نو د سولې په وړاندې ډېری ننګونې به له منځه لاړې شي:
(( زموږ موخه داده، چې څنګه کولی شو، د سولې ژورنالیزم لپاره کار وکړو؟ او پدې برخه کې هم زده کړییز پروګرامونه دایره وو، او ترڅنګ یې له نورو باتجربه اشخاصو مشورې اخلو، سوله د ژوند اړتیا ده چې افغانان یې راتلو ته سترګې په لاره دي، خو له بده بخته چې له تیرو شلو کالونو راهیسې پدې برخه کې کار نه دی شوی.))
په ورته مهال په خوست کې د یو سیمه ییز راډیو تلویزیون مشر سخي سرور مياخيل وويل، هر ګام چې سولې ته لار هواروي، پکارده چې خبريالان ښه انعکاس ورکړي، او ترڅنګ دې د بې طرفۍ اصل هم په پام کې ونيول شي:
(( واقعا دا ډيره مهمه ده چې لومړۍ خبریالان د سولې په ژورنالیزم باندې وپوهول شي، او ترڅنګ یې هر هغه اقدام چې د سولې اړوند وي، د هغې لپاره د ذهنونو په جوړلو کې باندې کار وشي، دا کار تر نورو، خبریالان ښه کولی شي، خو د بې طرفۍ اصل په پام کې نیول سره.))
په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسؤل سیف الله حیات وايي، په اوسني وخت کې چې هیواد له یو لوی بحران څخه تېرېدونکی دی، نو د سولې ژورنالېزم د ټولنې د اذهانو او سوله ييز فکر په جوړولو کې فوق العاده رول لري.
(( د سولې ژورنالیزم په نوم دا ډول پروګرامونه او ورکشاپونه ډير اړین دي، چې له یوې خوا پرې رسنیز دګر ته نوې راغلي او یا راتلونکي ژورنالیستان وپوهول شي، او له بل لورې په عامه افکارو مثبت تاثیر درولودی شي، ځکه دا ډول ژونالیزم د جګړې فکر او په سولې فکر بدلولی شي.))
د ژورنالېزم د برخې ماهرين وايي که چېرې په خبرونو او خپرونو کې له سوله ييزو ادبياتو کار واخېستل شي او له رسنيو څخه هغه غږيز او انځوريز توکي خپاره شي، چې سوله ييز پيغامونه پکې نغښتي وي، ښيي پایله يې تر ډېره مثبته وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

