د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې افغانستان کې د بشري حقونو ټولنه د چارواکو او وسله والو ډلو له فشار سره مخ ده او حکومت باید د بشري حقونو فعالانو د خوندیتوب لپاره یو عملي او اغېزمن مېکانېزم جوړ کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په هېواد کې د بشري حقونو فعالاتو ژوند ته اندېښنه ښودلې ده؛ خو ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې به هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي ترڅو د مدني فعالانو ژوند خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان پرون- جمعه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافع ډلې او فعالان له وېرولو، ځورولو، خبرداریو او تشدد سره مخامخ دي او حکومت یې باید د ځاني خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

