د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره خبر ورکوي چې د هېواد د وګړو شمېر په تېر کال کې له ۰،۷سلنې زیاتوالي سره نږدې ۳۳میلیونه ته رسېدلی دی.
ددغې ادارې د اټکل له مخې نږدې ۱۷میلیونه وګړي نارینه او له ۱۶میلیونه لږ څه ډېر یې ښځې جوړوي.
دوی ویلي چې له ۳۳میلیونو څخه ۱۵میلیونه یې له ۱۵کلونو ټیټ او پاتې نور یې د بېلابېل عمر لرونکي دي.
د راپورونو له مخې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په دې ورستیو کې په کې د وګړو شمېر پرېمانه شوی او له کبله اقتصاد، ټولنیزو او زېبنایي ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي ویلي چې د وګړو ملي پالیسې یې جوړه کړې؛ خو تر اوسه عملي شوې نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

