ads

ایران، پاکستان او هند کې د کورونا وبا له کبله د مړینې ډېرېدل

د راپورونو له مخې ایران، پاکستان او هند کې د کرونا ناروغۍ یو ځل بیا زور اخیستی او هره ورځ ترې سلګونه کسان قرباني کېږي .

شمس الرحمن شمس
20 چنګاښ 1399
ایران، پاکستان او هند کې د کورونا وبا له کبله د مړینې ډېرېدل

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنیاد په فبرورۍ میاشت کې د وبا له خپرېدو راهیسې په یوه ورځ د ۲۲۱تنو مړینه تر ټولو لوړ شمېر دی.

ددغه هېواد ډاکټران وایي چې تر دې دمه له کرونا ناروغۍ څخه ۱۲زره۳۰۵تنه مړه شوي او  د تېرې ورځې د ۲۰۷۹مثبتو پېښو له ثبت سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر۲۵۰زره ۴۵۸تنو ته رسېدلی دی.

پاکستان کې روغتیایي چارواکي وایي چې هلته هم دکورونا ناروغۍ څخه د مړینو شمېر مخ په زیاتیدو دی او تر اوسه پورې نږدې ۵زره تنه ترې قرباني شوي دي.

دوی وایي اوس په ټول پاکستان کې دوه لکه ۳۷زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

بل لور ته هند کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تېره ورځ ۲۵زره تنه نور په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې دا د کورونا له پیل څخه تر اوسه لوی شمېر دی.

له تازه شمېرو سره په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر اوه لکه، ۶۷ زره ۲۹۶ ته ورسېد.

په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲میلیونو څخه اووښتی دی او له دې وبا څخه تر ۵۵۲زره ډېر کسان قرباني شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA