روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴زره او ۱۹۴ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ۷۷۲مشکوکې نمونې کتل شوي چې له ډلې یې ۲۸۶مثبتې ثاتبې شوې دي.
د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۱۴تنه مړه شوي چې په دې سره له یادې ناروغۍ د وژل شوو کسانو شمېر ۹۷۱تنو ته ورسېد.
سرچینه زیاتوي، په یاده موده کې ۴۱ د کویډ ۱۹ ناروغان ښه شوي دي چې په دې سره د رغېدلو کسانو شمېر تر ۲۰ زره واوښت.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

