ads

ننګرهار کې د نږدې اتیا میلیونه افغانیو په مالي لګښت هوایي میدان جوړیږي

د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبيري دښته کې د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه کې د ملکي هوايي ميدان د لومړۍ برخې چارې پيل شوې .

ننګرها رکلید
20 چنګاښ 1399
ننګرهار کې د نږدې اتیا میلیونه افغانیو په مالي لګښت هوایي میدان جوړیږي

د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ  په ګمبيري دښته  کې د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه کې د ملکي هوايي ميدان د لومړۍ برخې چارې پيل شوې .

ددې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ، په دې پروژه کې د ميدان احاطه،فنس او امنيتي برجونو جوړول شامل دي چې د حکومت بوديجې څخه به يې چارې د ګلوبل اپرېشن شرکت له لورې د اته مياشتو په موده کې بشپړې شي .

سرچینه زیاتوي د يادې پروژې بشپړيدو وروسته به د ميدان  اساسي تاسیسات لکه رانوې،ټکسوۍ او د ترمینل تعمیر ‌‌‌‌‌‌چارې پيل شي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA