ads

طالبانو په غور ولایت کې ۱۵حکومتي بندیان خوشې کړي دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه ویلي، چې تېره ورځ د دوی د غو ولایت له زندانه ۱۵ حکومتي بندیان خوشې شوي او د کرایه په ورکولو سره خپلو کورنو ته لېږل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
20 چنګاښ 1399
طالبانو په غور ولایت کې ۱۵حکومتي بندیان خوشې کړي دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه ویلي، چې تېره ورځ د دوی د غو ولایت له زندانه ۱۵ حکومتي بندیان خوشې شوي او د کرایه په ورکولو سره خپلو کورنو ته لېږل شوي دي.

همدارنګه طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي دوی افغان حکومت ته د بندیانو بل لیست سپارلی دی.

د پنجشنبې ورځ داسې راپورونه لاس په لاس شول چې طالبانو حکومت ته متبادل لیست سپارلی دی خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې دا خبره سمه نه ده

د معلوماتو له مخې افغان حکومت تر دې دمه له ۴زره او طالبانو بیا له ۷سوه زیات بندیان خوشې کړي دي.

ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت ۵زره او طالبان ۱۰۰۰تنه بندیان تر بین الافغاني خبرو مخکې خوشې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA