افغان حکومت وایي، له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې به تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او چاته به اجازه ورنکړي چې دا لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي.
جمهور رییس محمد اشرف غني په کابل کې د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په هدف له نړیوالو سره په خپلو خبرو کې وویل، د داسې سولې غوښتونکی دی چې په سیمه او نړۍ کې د خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان په توګه له تېرو ۱۹کلونو لاسته راوړنو څخه پکې ساتنه وشي.
دا ناسته پرون د نړۍ شلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، ناټو او هغو هېوادونو چارواکو او استازو چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي ترسره شوه.
د افغان حکومت په کوربه توب دا په دې اوونۍ کې درېیمه ناسته ده چې ترسره کېږي.
په ورته مهال طالب مشرانو هم د یو شمېر نړیوالو هېوادونو له چارواکو او استازو سره لیدنې او خبرې پیل کړي دي.
دا ناستې داسې مهال ترسره کېږي چې د راپورونو پر بنسټ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر سره د رامنخته شوې ستونزې حل ته رسېدلي او طالبانو تېره ورځ په غور ولایت کې ۱۵ حکومتي بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی.


