ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې افغانستان کې له اداې فساد سره کمرنګه مبارز د اندېښنې وړ وبلله او له افغان حکومته یې وغوښتل چې په دغه برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د فساد ضد سفیرانو ګروپ چې ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه، ناټو، نړیوال بانک، متحده ایالات، انګلستان، کاناډا، اسټرالیا، جاپان، نیویارک، ایټالیا، جرمني او ناروې پکې شامل دي د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر یو شمېر هېوادونو او افغان حکومت دا نیوکه کړې چې فساد سره پڅه مبارزه شوې او دا د اندېښنې وړ ټکی یادوي.
له دې وړاندې ولس هم د موجوده فساد پر وړاندې غږ پورته کړی او بېلا بېلو رسنیو پرې راپورونه برابر کړي دي، خو افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې خبره کوي، خو ولس یې نه مني او وایي چې فساد لاهم په خپل اوج کې دی.
د وروستیو راپورنو له مخې ډير فساد د هېواد په ګمرکاتو کې ترسره شوی او ګمرکاتو ډیری عواید شخصي جیبونو ته تللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

