ads

په پکتیا او پکتیکا کې د غنمو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

د پکتیا ولایت دوه تنه بزګران علي خان او شمس الدین وايي، د بزګرانو هڅې او د کال په بېلابېلو وختونو کې اورښتونه د دې لامل شول چې د غنمو حاصلات د تېرو څو کلونو په پرتله ډېر شي.

خیرالدین ذکي
19 چنګاښ 1399
په پکتیا او پکتیکا کې د غنمو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

دوی څرګندوي، که کرنې ریاست مسولین ورته خپله پاملرنه ډېره کړي، کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورکړي او بزګران به دا برخه د راتلونکو کلونو لپاره نوره هم پیاوړې کړي.
«موږ ته که ښه تخمونه راکړل شي، حاصل به یو په دوه شي. سرې او نور څه باید راکړل شي. په دې برخه کې موږ ډېر زحمت باسو. د ابادۍ کال و، بارانونه سږ کال ډېر وو اوبه ډېرې دي، حاصلاتو ښه ګوزاره وکړه.»
د پکتیا کرنې رییس محمد الدین مومند کلید ته وویل، بزګرانو ته يې پر خپل وخت اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او نور توکي ورکړي، ځکه بزګرانو ډېر کرنیز حاصلات ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، هڅه کوي د کرنې سکتور پر ځان د بسیانې په هدف له بزګرانو سره د کرني برخې پر ټولو اړینو توکو سربېره د لازمو لارښونو لړۍ روانه وساتي.
«ډېری بزګرانو ته موږ اصلاح شوي تخمونه ورکړي وو، هغوی په پسرلي وکرل او حاصلات يې خورا ښه دي. سږ کال زه ډاده یم چې دوی ته به کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه په مرکز او ټولو ولسوالیو کې بیا هم پر خپل وخت ورکړل شي.»
پر همدې مهال د پکتیکا کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر حقیار وايي، د دغه ولایت بزګرانو ته يې وخت پر وخت ټرنینګونه ورکړي او هم اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورته په خپل ورکړل شوې دي.
نوموړی څرګندوي، همدا لامل دی چې د غنمو حاصلات د تېرو څو کلونو په پرتله زیات شوي.
« سږ کال د پکتیکا د غنمو حاصلات زیات شوي دي. لامل يې دا دی چې موږ ۲۵۵ ټنه اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته ورکړل. اوس چې زموږ د ترویج مدیران ساحې ته ځي، ډېره ښه پایله يې ورکړې او بزګرانو ښه علاقمندي ښودلې ده.»
یاده دي وي چې د پکتیا او پکتیکا نېږدې ۷۵ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. سږ کال دوی هم د غنمو په ګډون د نورو کرنیزو حاصلاتو ډېریدو خبر ورکوي او وايې که د اصلاح شوو تخمونو په ګډون ورسره نورې مرستي وشي، د کرنې سکتور به تر ډېره پر ځان بسیا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA