د یاد ولایت د والي ویاند نذیر نجم کلید ته وویل، دغه الوتکه نن پنجشنبه په یاده ولسوالۍ کې نسکوره شوې او پیلوټ یې د پراشوټ په وسیله ځان ژغورلی دی.
بلخوا، د دوشي ولسوال بیا وایي، هلته د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه لوېدلي او یوازې پیلوټ پکې ټپي شوی دی.
ویل کېږي چې په یاده الوتکه کې وسلې او نظامي تجهیزا ځای پرځای شوي وو، خو معلومه نه ده چې چېرته یې لېږدول.