ads

په بادغیس کې دوه ماشومان په ماین چاودنه کې ووژل شول

د بادغیس د امنیه قومندانۍ ویاند تحصیل حیدري کلید ته وویل، دا چاونه پرون د ابکمري ولسوالۍ په ګنداب کلي کې رامنځته شوې ده.

محمدخان بریال
19 چنګاښ 1399
په بادغیس کې دوه ماشومان په ماین چاودنه کې ووژل شول

حیدري وایي، د وژل شوو ماشومانو عمرونه له لسو تر ۱۲ کلونو وو او د څارویو څرولو پر مهال د ماین چاودنې ښکار شوي دي.
د یاد ولایت سیمه‌ییز چارواکي ټینګار کوي، ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو دې ډلې تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
د پېښې مسولیت هم چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA