له دغه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، سږني او د تېر کال اورښتونه د دې لامل شوي چې د خټکو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.
د خبرپاڼې په وینا، سږکال د دغه ولایت په څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي چې حاصل یې څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي او ډېری یې په چخانسوري ولسوالۍ کې کرل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په دې ولسوالۍ کې د خټکیو پالیزونه، یوازې له کښت مخکې خړوبیږي او له هغه وروسته خړوبولو ته اړتیا نه لري.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د مسولینو په وینا، هندواڼې او خټکي په ځانګړې توګه د چخانسور ولسوالۍ خټکي او هندواڼې یو اورګانیک محصول دی او ډېری بزګران د هندواڼو او خټکیو په پالیزونو کې له هیڅ ډول کیمیاوي سرې او درملو څخه کار نه اخلي.
د دوی په خبره د نیمروز ولایت هندواڼې او خټکي د کیفیت له پلوه ځانګړی خاصیت لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ