ads

د شمال ختیځ زون اوسېدونکي ناوړه امنیتي حالت اندېښمن کړي

د هېواد د شمال ختیځ زون د خلکو د یوالي شورا غړي وایي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په دغه حوزه کې ناامني زیاتیږي او له ولایتونو سره د ولسوالیو ټولې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

فضلهادي حمیدي
19 چنګاښ 1399
د شمال ختیځ زون اوسېدونکي ناوړه امنیتي حالت اندېښمن کړي

د دغې شورا د غړو به خبره، د غیر مسوولو وسله وال موجودیت، د سیمه ییزو پاڅونوالو فعالیت، د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د کانونو کنترول او د هغه له عوایدو ناوړه ګټه اخیستل، بېوزلي او بې روزګاري، د تصمیم نیونې په کچه د وړ کسانو نه ګمارنه او د قانون نه حاکمیت د شمال ختیځ زون په ولایتونو کې د ناامنۍ لوی لاملونه دي.
د هېواد د شمال ختیځ زون د خلکو د یوالي شورا مرستیال احمدالله احمدي وایي، د دغه ولایتونو د کانونو ډیره برخه د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې دي، په غیر قانوني توګه کیندل کیږي او د روانې جګړې ډیره برخه لګښتونه له کانونو څخه چمتو کیږي.
بلخوا بیا د هېواد د شمال ختیځ زون د خلکو د یوالي د شورا مشر عبدالغفور هوتک، د حکومت له خوا د سولې د مرکچي پلاوي په جوړښت نیوکه کوي او وایي، د دغه پلاوي په جوړښت کې یو شمېر داسې څېرو ته هم ځای ورکړل شوی چې عملا د هېواد په ناامنیو کې لاس لري او له طالبانو سره معلومات شریکوي.
د هغه په خبره، د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي په لیست کې د داسې کسانو شتون د سولې په پروسه د خلکو باور راکموي.
په ورته وخت کې د هېواد د شمال ختیځې حوزې یو شمېر استازي هم مني چې په یادو ولایتونو کې د ناامنیو کچه لوړه شوې خو مرکزي حکومت په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی محمدعظیم محسني وایي، هغوی په وار وار امنیتي مسوولین د ځواب ویلو لپاره ورغوښتي خو د شمال ختیځ زون د ولایتونو د امنیت د ښه والي لپاره کوم کار نه دی شوی.
هغه زیاتوي، چې طالبانو په لویو لارو د پلټنو پوستې جوړې کړې او د ورځې میلیونونه افغانۍ له خلکو اخلي.
هڅه مو وکړه چې د شمال ختیځ زون د کانونو د ساتنې او په ناامنیو کې د سیمه ییزو پاڅونوالو د لاس لرلو په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد د شمال ختیځ زون ولایتونه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو او نښتو شاهدان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA