ads

کورونا ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ تنه مړه کړي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳زره او ۵۹۴ تنو ته ورسېد. 

محمدخان بریال
18 چنګاښ 1399
کورونا ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ تنه مړه کړي
د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۱۷تنه مړه شوي، ۵۴۹ نور ترې جوړ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۹۳۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۰ زره او ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA