ads

کابل ښاریان د کانالونو بندېدو له ستونزو سره مخ کړي

د کابل ښار د مرکزي سيلو سيمې اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د کانالونو بندېدو له امله د عمومي سړک په منځ کې اوبه راټولې شوي، چې د سيمې اوسېدونکي، ښځې، ماشومان، موټر چلوونکي او هټۍ‌وال یې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي دي.

منصور یوسفزی
18 چنګاښ 1399
کابل ښاریان د کانالونو بندېدو له ستونزو سره مخ کړي

دوی زياتوي، دا ستونزه له شاوخوا يوې اونۍ راهیسې پيدا شوې، خو په دې برخه کې مسوولينو اړين اقدامات نه‌دي کړي.
د سيمې اوسېدونکی امېد وايي، د ښاروالۍ کارکوونکي هره ورځ دلته لګيا وي، څو اوبه په ټانکرونو کې انتقال کړي، خو د يوې ورځې په تېرېدو سره اوبه بيا بيا راټولېږي.
پر دې سربېره، په سيمه‌ کې هټۍ‌وال هم نيوکه کوي چې د سړک او د دوی دکانونو مخ کې راټولو شوو اوبو یې پر کاروبار منفي اغېز کړی او له ډېرو ستونزو سره یې مخ کړي.
بل لور ته موټر چلوونکي بيا وايي، په دې سيمه کې د منظمو کانلونو نشت او اوبو راټولېدو له امله د موټرونو ګڼه ګوڼه زياته شوې او هره ورځ دا سړک د ساعتونو او ساعتونو لپاره بند وي.
دوی زياتوي، ډېری ښاري موټر چې هره ورځ له دې سيمې څو ځلې تګ او راتګ کوي، هرو مرو عوارض کوي او له ښاروالي غواړي چې دې ستونزې ته دې رسيدګي وکړي.
د کابل ښاروالي د نشراتو رییس نعمت‌الله بارکزی بيا وايي، په سيمه کې د کانالونو پر جوړېدو کار روان دی او د همدې لپاره دا ستونزه رامنځ ته شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا د کابل په بېلابېلو سيمو کې يوازې د ژمي موسم په رارسېدو او د ډېرو اورښتونو له امله په سړکونو او واټونو کې اوبو راټولېدلې، خو اوس نيوکې دا دي چې د منظم کانالیزيون سیسټم د نشت له امله په عمومي سړکونو او لارو کې اوبه راټولېږي او خلک یې هم له ستونزو سره مخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA