د دغه ولایت د والي ویاند لطیف عظیمي کلید ته وویل، د عالمیار جسد پرون په یاده سیمه کې پیدا شوی او د کابل عدلي طب ته سپارل شوی دی.
نوموړی څرګندوي، د جمهور رییس دغه ساتونکی خپلې پلرنۍ سیمې شیبر ولسوالۍ ته په مېله تللی و.
تر اوسه د برید انګېزه معلومه نه ده او کومې ډلې هم په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د جمهور رییس غني ساتونکي د کابل په یو شمېر سیمو کې په نښه شوي دي.