د چارو شنوونکي بيا د بنديانو پر سر د حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، دا ستونزې به د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی محبالله صمیم وايي، په داسې حساسو شرایطو کې چې د بينالافغاني مذاکراتو د پيل لپاره هڅې روانې دي، مخالف دريځونه دا مذاکرات زيانمولی شي.
دی زياتوي، حکومت او طالبان بايد په دې برخه کې انعطاف وښيي، څو دا پروسه ناکامه نهشي.
په ورته وخت کې بل سياسي شنوونکی حسن حقيار وايي، دا ۶۰۰ بنديان په لویو پېښو او جرمونو کې لاس لري، خو اوس اړتيا ده چې حکومت په يو ډول طالبانو ته قناعت ورکړي او يا هم انعطاف وښيي.
د حقيار په خبره، که د ۶۰۰ بنديان د خوشې کېدو پر سر د اختلافاتو له امله د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ شي، نو ډېر کلونه وخت به ونیسي، څو بياځلي دواړې خواوې دې پړاو ته ورسېږي.
بل لور ته د وسلهوالو طالبانو وياند ذبیحالله مجاهد کليد راډيو سره په خبرو کې وويل، تر هغې چې حکومت د د دوی د لېسټ مطابق ټول بنديان خوشې نهکړي، نو په هېڅ صورت به مذاکرات پيل نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، د طالبانو نه خوشي کېدونکي بندیانو په لویو بریدونو کې ښکېل دي، خلک یې ځورولي او اخلاقي جرمونه یې ترسره کړي دي.
د افغانستان حکومت د مالوماتو لهمخې، دوی د طالبانو ۴۰۱۵ بنديان خوشې کړي، خو په مقابل کې یې وسلهوالو طالبانو بيا شاوخوا ۶۰۰ حکومتي بنديان ازاد کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ