ads

امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان له غریتوب د وتلو پرېکړه کړې

د امریکا حکومت په رسمي توګه د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو غوښتنه وکړه.

محمدخان بریال
18 چنګاښ 1399
امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان له غریتوب د وتلو پرېکړه کړې

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ټرمپ حکومت ملګرو ملتونو ته خپل غوښتنلیک استولی او په هغه کې یې رسما له دغه سازمان غوښتي چې امریکا د ملګرو ملتونو د روغتیا له نړیوال سازمان وباسي.
متحده ایالاتونه وایي، د کورونا ویروس د پراختیا پر مهال دغه سازمان د نړیوالو پر ځای له چین سره خواخوږي څرګنده کړه او د دې ناروغۍ په تړاو یې خلکو ته پر وخت معلومات ورنه کړل.
دغه هېواد د روغتیا سازمان ستر مالي ملاتړی بلل کېږي او وتل به یې کابو یو کال وخت ونیسي.
ملګري ملتونه څرګندوي، له دې وروسته امریکا د کورونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یوازې ده او د روغتیا نړیوال سازمان ورسره کومه همکاري نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA