ads

د چابهار بندر پټلۍ له افغانستان سره نښلول کېږي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد د ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي د سه شنبې په ورځ له افغانستان سره د چابهار بندر د پټلۍ نښلولو لاره پرانیسته.

محمدخان بریال
18 چنګاښ 1399
د چابهار بندر پټلۍ له افغانستان سره نښلول کېږي
نوموړي پرون په همدې هدف جوړو شوو مراسمو ته وویل، دغه پروژه به د ایران سیمه‌ییزې هوکړې او په ځانګړې توګه د ایران، هند او افغانستان درې اړخیز تړون پیاوړی کړي، چې له دغه بندره ګټه اخیستل پکې شامل دي.
اسلامي زیاتوي، له یاد بندره ګټه اخیستل زیات شوي او د بارچالانۍ کچه یې درې نیم میلیونو ټنو ته رسېدلې ده.
ایراني چارواکي وايي، چاه بهار ته د رېل پټلۍ په غځېدلو سره به په ریل شبکه کې یو بدلون رامنځته شي او دغه راز تر افغانستان او مرکزي اسیا پورې به د بارچالانۍ لپاره مهمه وسیله وګرځي.
چا بهار هغه مهم بندر دی چې افغان سوداګر په اسانۍ کولی شي خپل سوداګریز توکي هېواد ته راولېږدوي.
افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ میلادي کال په مې میاشت کې د اوبو له لارې د یوه نړیوال دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه او تر هغه وروسته د چا بهار په رغنیزو چارو کې چټکتیا رامنځته شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA