ads

د سولې ولسي حرکت جلال اباد کې د ناامنیو خلاف لاریون وکړ

په ننګرهار کې هم د سولې ولسي حرکت غړو د یو سوله‌ییز لاریون پرمهال د جګړې له ښکیلو خواو د اوربند غوښتنه وکړه.

جان اغا صالح
18 چنګاښ 1399
د سولې ولسي حرکت جلال اباد کې د ناامنیو خلاف لاریون وکړ
دوی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د شوې هوکړې له مخې دې د دواړو لورو بندیان خوشي کړي، څو بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.
«مونږ په دواړو خواوو غږ کوو چې جنګ بند کړي له دواړو خواو غواړو چې دا جنګ د څه لپاره دی بس دی د سولې هوکړه لیک خو لاسلیک شو نور څه غواړئ.»
د سولې ولسي حرکت غړي داسې مهال د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلدو ټینګار کوي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي او د دواړو خواوو په جګړه کې لسګونه ملکي وګړو او افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی په هېواد کې وروستي بریدونه وغندل او د جګړې د بندیدو غوښتنه یې وکړه.
«زمونږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، څو روانه جګړه پای ومومي که خبرې پيل نشي دا جګړه به دوام مومي دښمنان ډیر د افغانستان.»
 د ولسي حرکت غړو په یو پریکړه لیک کې د حکومت په مشرانو غږ وکړچې د سولې لپاره دې له شته رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او د خپلمنځي ناندریو پر ځای دې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
«د سولې ولسي حرکت په طالبانو او حکومت غوښتنه کوي چې اوربند وکړي، باید د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره نړیواله اجماع رامنځته شي او هم حکومتي مشران دې دسولې خبرو ته لومړيتوب وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي په نږدې راتلوونکې کې د قطر په کوربتوب د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
خو طالبان ټینګار کوي، تر هغه چې افغان حکومت د دوی بندیان خوشي نه کړي، دا ډله بین الافغاني خبرې نه شي پیلولی.
طالب استازو له امریکا غوښتي، څو پر افغان حکومت فشار راوړي او له نوملړ سم د دوی بندیان ازاد کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA