ads

په ننګرهار موټر بم چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ په بازار کې د سیمه‌ییزو پولیسو د قومندان میرزمان پر رینجر موټر ځانمرګی  برید شوی.

جان اغا صالح
17 چنګاښ 1399
په ننګرهار موټر بم چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د نوموړي په وینا، په دې موټر بم چاودنه کې د قومندان میرزمان په ګډون څلور تنه وژل شوي، دوه سیمه‌ییز پولیس او نهه ملکي وګړي پکې ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې چسپکي ماین چاودنو او نورو امنیتي پېښو زور اخیستی چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.
تر اوسه د دغه موټر بم برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA