ads

په خوست کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت سړک او پلونه جوړېږي

په دغو دوو پروژو کي یو یې د خوست د تڼيو ولسوالۍ د سیګۍ پل څخه تر ادمامد تفریحي سیمې پورې د ۳۸،۷ کیلومتره په اوږدوالي د سړک بیا رغونه ده، چې ۹،۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

بختاجان بختیار
17 چنګاښ 1399
په خوست کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت سړک او پلونه جوړېږي
دویم یې په علشیرو، سپېره او ځينې نورو سیمو کې د پلچکونو او پلونو جوړول دي، چې ۴،۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د خوست والي حلیم فدايي د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل، د پلي کېدونکو پروژو مالي لګښت د ترانسپورټ وزارت له داخلي بودیجې ورکول کېږي.
نوموړی وایي، د دغو پروژو کارونه د شپږو میاشتو په موده کې بشپړېږي او ترڅنګ یې په راتلونکي اونۍ کې د ځینو نورو سیمو  د سړکونو د اساسي ترمیم چارې هم پیلوي.
د تڼيو ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي اجمل او نعمت الله وایي، د باد او باران پرمهال به د یادو سیمې خلک له ستونزو سره مخ وو او د سړک د خرابوالي پرمهال به یې ډېری وخت نه شو کولی چې ناروغان پروخت روعتون ورسوي.
دوی وایي، د سړک د ترمیم پر وړاندې که هر ډول ستونزه او خنډونه وي، دوی به یې له منځه وړي، خو غوښتنه کوي چې اړوند شرکت دې معیاري کار وکړي او د پخوا په څېر دې نه وي.
که څه هم یاد سړک په تېر نېږدې وخت کې جوړ شوی و، خو د خراب کفیت له کبله اوس مهال کنډ او کپر پروت و.
د یادونې ده چې د هېواد په ډېری سیمو کې د سړکونو او دې ته ورته پروژو چارو څخه ډېری وخت ولس نا راضه وي، خو په خوست کې د ټول‌ګټو چارو ریاست مسولین وایي، دوی به هر وخت د سړک د چارو څارنه کوي او په معیاري جوړولو کې به یې هڅې ونه سپماوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA