ads

په امریکا کې د کویډ ـ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۰ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه درې میلیونه کسان پر کورونا اخته شوي او تر یو لک او ۳۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1399
په امریکا کې د کویډ ـ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۰ زره واوښت
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۱ نیم میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۸۶۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۶۵ زره او ۴۸۷،  په بریټانیا کې ۴۴ زره ۳۲۱، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۸۸، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۹۳۲، هند کې ۲۰ زره او ۱۵۹، په ایران کې ۱۱ زره او ۷۳۱ او په پاکستان کې ۴۸۳۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA