ads

وسله والو طالبانو د ارزګان د چینارتو ولسوالۍ لاره تړلې

د چینارتو ولسوالۍ لسګونه خلک د اعتراض په ډول راټول شوي او زياته وي، له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو له ترينکوټ سره د چینارتو ولسوالۍ لويه لار د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلي ده.

احسان الله ولسمل
17 چنګاښ 1399
وسله والو طالبانو د ارزګان د چینارتو ولسوالۍ لاره تړلې

دوی وايي، وسله وال طالبان کوم چا ته پر دې لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
«زموږ لاره وسله والو طالبانو تړلې، هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه کوي.
زه خپله پر دې لاره ولاړم، خو د لارې په نيمايي کې طالبانو راوګرځولم. په چینارتو ولسوالۍ کې د توکو بیې هم بېسارې لوړې شوې دي.»
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي څرګندوي، د لارې په تړل کېدو د خوراکي او غير خوراکي توکو بیې لوړې شوې او په ورته وخت کې یې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغوی زیاتوي، که څه هم له يوې خوا وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبري پیل کړې، خو له بل لوري يې د عامو خلکو ځورول هم شروع کړي دي.
دوی له وسله والو طالبانو د دغې لارې د خلاصولو غوښتنه وکړه.
«په چینارتو ولسوالۍ کې ملکي خلک د يادې لاري په تړل کېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخه دي او هېڅ شي ته لاسرسی نه لري.
طالبان له موږ څه غواړي؟ موږ خو ملکي خلکیو، ولې مو ځوروي؟ دوی که له حکومت سره ستونزه لري، موږ څه ګناه کړې ده.»
د دغو خلکو يادې ستونزې مو له وسله والو طالبانو سره شريکې کړې.
د دوی وياند قاري يوسف احمدي بیا د خلکو دا خبررد کړې.
د ارزګان امنيه قومندان سمنوال شفيق الله سهار بیا وايي، وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه کول، چې له ماتې سره مخ شول او اوس ملکي خلک د سپر په توګه کاره وي.
قوماندان له وسله والو طالبانو غواړي چې لويه لار د ملکي خلکو پر مخ ونه تړي.
«تاسو خبر ياست چې طالبانو دا څه موده مخکي پر امنيتي پوستو بريدونه کول. دوی اوس ماته وخوړ اوس بله چاره نه لري، ملکي کسان د سپر په توګه کاروي. زه له طالبانوغواړم چې د ملکي خلکو له ځورولو لاس واخلي.»
دا په داسي حال کې ده چې له مرکز ترينکوټ سره د ارزګان د ټولو ولسواليو لارې د دولتي کسانو پرمخ تړلې او د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA