د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغو پنځو ولایتونو لپاره خوست ته محمد صدیق پتمن، نورستان ته عبدالغفور ملکزی، لغمان ته رحمتالله یارمل، بغلان ته تاج محمد جاهد او د سمنګان ولایت لپاره محمد داوود کلکاني ټاکل شوي دي.
همدارنګه د جمهور رییس د یوه حکم له مخې محمد عمر داوود زی د پاکستان په چارو کې د افغانستان ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
نوي والیان داسې مهال ټاکل کېږي چې افغان حکومت لا تراوسه خپله کابینه نه ده بشپړه کړې.
تېره ورځ صدیق صدیقي یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، د کابینې د بشپړېدو په تړاو ستونزې دا دي چې د سیاسي هوکړې بل لوري دوی ته د کابینې د نوو وزیرانو لېست نه دی ورکړی.
د ده په خبره، د یاد لېست تر ورکړې وروسته به ډېر ژر دا بهیر بشپړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


