ads

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله تازه ۳۴‌تنه مړه شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۳۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳زره او ۱۹۰ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
16 چنګاښ 1399
په هېواد کې د کورونا ویروس له امله تازه ۳۴‌تنه مړه شوي

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور د دوشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، د هېواد په لابراتوارونو کې ۶۶۸مشکوکې نمونې کتل شوي چې له ډلې یې ۲۳۹مثبتې پېښې تایید شوې دي.
د نوموړي په خبره، له دې وبا څخه تازه ۳۴تنه مړه شوي چې په دې سره له یادې ناروغۍ د وژل شوو کسانو شمېر ۸۹۸تنو ته ورسېد.
دی په ورته وخت کې دا خبره هم کوي چې په یاده موده کې ۷۳۷ د کویډ ۱۹ ناروغان ښه شوي هم دي.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA