هندي چارواکي اندېښنه څرګندوي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې تر ۵۰۰ زره پورې نور هندي وګړي هم په کورونا ناروغۍ اخته شي.
یاده دې وي چې تر شنبې ورځې په دغه هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر ۶۷۳ زره تنو ته رسېدلی و او همدارنګه له دې ناروغۍ څخه د مړینې شمېره له ۱۹ زره او ۲۶۸ تنو اوښتی و.
د راپورونو پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې له کورونا ناروغۍ څخه تر نیم میلیون ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۱ میلیونه ډېر نور پرې اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ