ads

د غږ رسولو غوره ګام

افغان حکومت په روانه اوونۍ کې د سولې په اړه تر نړیوالو د خپل غږ د رسولو د درېیو غونډو د جوړولو نوښت ته  مخه کړې. په دې برخه کې دا نوښت هغه وخت ډېر اغېزناک تمامېدای شي چې حکومت په جدي ډول خپل غږ تر نړیوالو ورسوي او یوه منظمه او اساسي اجنډا ورته ولري.

کلید
16 چنګاښ 1399
د غږ رسولو غوره ګام
افغان حکومت نن په کابل کې د نېږدې ۲۰ سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو کوربه و. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د دې غونډې هدف د سیمې او د نړۍ د اجماع پیاوړي کول دي چې د سولې خبرې په عاجل ډول پیل او مطلوبو نتایجو ته ورسېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، افغان حکومت دا اونۍ دوې نورې غونډې هم په مخکې لري چې یوه‌ یې سبا سې شنبه د کابل، بیجنګ او اسلام‌اباد درې اړخیزه غونډه ده او بله به ‌یې د پنجشنبې په ورځ د هغو هېوادونو وي چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل وو.
دا غونډې په داسې مهال کې د افغان حکومت په نوښت او کوربه‌توب جوړېږي چې بین الافغاني خبرې پر لاره دي، خو دقیقه نېټه يې لا هم څرګنده نه ده او ځينې داسې خنډونه تر سترګو کېږي چې کېدای شي د سولې پروسه له ننګوونو سره مخ کړي.
په دغو ننګوونو کې د دواړو خواوو افغان حکومت او طالبانو د بندیانو خوشې کېدل، د جنګونو زور اخیستل او د طالبانو له خوا په امنیتي لحاظ پر ځينو ولایتونو فشار زیاتول او له امریکا سره د شوې توافقنامې د ځينو برخو خلاف ورزۍ راځي.
د افغانانو توقع دا ده چې نړیوال او په تېره امريکا د افغان سولې په برخه کې یوازې په یو لوري فشار راوستلو ته مخه ونه کړي. د ټولنې په کچه دا انتقاد شته دی چې امریکا تر ډېره هڅه کړې، څو د سولې د شرایطو په تړاو يوازې پر افغان حکومت فشار راوړي. خلک وايي چې نړیوال باید دغه ډول فشارونه په دواړو خواوو راولي، ترڅو راپيل شوې د سولې پروسه يوې داسې نتیجې ورسېږي چې په رښتني توګه په افغانستان د دایمي او تلپاتې ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
په دې برخه کې خلک له طالبانو او حکومت هم غواړي چې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره له خپلو هغو غوښتنو په شا شي چې سوله ګواښلی شي.
طالبان له هغه راهیسې چې له امریکا سره یې د سولې خبرې پیل کړې او بیا يې توافقنامه ورسره لاسلیک کړې، پر خپلو ځینو ژمنو نه دي درېدلي او دا وېره يې پیدا کړې چې ممکن په راتلونکي کې د خپلو غوښتنو له پوره کېدو سره پر يوې ژمنې هم ونه درېږي.
افغان حکومت هم په تېره موده کې بېلابېل جدي دريځونه غوره کړي چې ډېر ژر ترې په شا شوی او له دې کبله يې د خلکو په منځ کې خپل اعتبار ته زیان رسولی دی. افغان حکومت په لومړيو کې د بندیانو له خوشې کولو سره ډېر موافق نه و، خو د ځينو فشارونو له کبله يې یو زیات شمېر بندیان ازاد کړل. افغان حکومت نه غوښتل چې د انس حقاني په ګډون ځينې بندیان خوشي کړي او ويل يې چې په بشري ضد جنایتونو او پراخو تروریستي هڅو کې لاس لري.
اوس چې افغان حکومت د سولې لپاره په خپل نوښت ځينې ګامونه اوچتوي، دا د خلکو لپاره هیله بښونکې څرګندېږي؛ خو غواړي چې حکومت په روانه اوونۍ کې په درې واړو تر سره کېدونکو غونډو کې د سولې په تړاو خپل غږ په رسا ډول نړیوالو ته ورسوي او په دې برخه کې ښه اطلاع رسونه وکړي او دا عتماد دې رامنځته کړي چې د سولې پروسه په ښه ډول مدیریت کولای شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA