ads

خوستیان د کنډکپر سړکونو نه جوړېدو ته اندېښمن دي

خوست ښار چې نسبت د نورو ولایتونو ښآرونو ته کوچنی، خو نفوس او ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده.

بختاجان بختیار
16 چنګاښ 1399
خوستیان د کنډکپر سړکونو نه جوړېدو ته اندېښمن دي
ویل کیږي، دا ښار کالونه وړاندې د ۲۵ زره نفوس لپاره نقشه شوی، خو اوس مهال د ناتایید شوو شمېرو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا دوه میلیونه خلک ژوند کوي.
د ښار کوچنۍ نقشه، تنګ او کنډ کپر سرکونه، د باران اوبو د وتلو لپاره د لارې نشت او ترڅنګ یې د خلکو ګڼه ګوڼه هغه څه دي، چې د ښار نقشه یې بدله کړې، خلک او کاروباریان یې له ستونزو سره مخ دي.
د ښار دوه تنه اوسېدونکي سلیمان او خالد د خوست ښاروالۍ پر مسولینو تور پورې کوي، چې له عام ولس سره د ښار د داخلي سړکونو په تړاو بار بار ژمنې کوي، خو د عمل جامې نه ور اغوندي.
دوی وایي، د باران پرمهال د ښار په داخلي سړکونو کې دومره اوبه ډنډ شي چې ان موټر پکې تګ راتګ نشي کولی.
په ښار کې یو تن هټیوال رسول چې د ښاروالۍ په څومترۍ کې هټۍ لري، وايي کالونه کیږي چې د ښار د داخلي سرکونو په جوړولو کار روان دی، خو په خبره یې سرک جوړول پرځای پاتې دي او ان په دومره وخت کې د لښتیو جوړولو کار هم بې برخه لیکه پروت دی.
هغه وايي، د باران پرمهال له اوبو او په شنه اسمان له ګردونو په تنګ راغلی.
په ورته وخت کې د ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي برخې امر انجنیر صدیق الله هم مني چې ګنې په ځينو برخو کې یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي، خو په خبره یې، د دوی اړوند ټول کارونه پر وخت پای ته رسوي او شته ستونزې له دوی څخه د پورته ادارو کار دی.
دی زیاتوي، په نېږدې راتلونکي کې به د نړیوال بانک په مرسته په ښار کې ځینې پروژې پلې کړي.
د یادونې ده چې خوست ښاروالۍ نېږدې کال کېږي چې ښاروال نه لري او کارونه یې د سرپرست له خوا پرمخ وړل کیږي.
خلک څرګندوي، که په ښار راتلونکو اوبو ته د وتلو لار پیدا نه شي، لېرې نه ده چې د ښار جوړ سړکونه به په لنډ وخت کې د نورو ویجاړو سرکونو په برخلیک اخته شي او ښاریان به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA