ads

فرامرز: په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو ترهګر وژل شوی او بل نیول شوی

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، تېره شپه دوې بجې د میربچه کوټ ولسوالۍ په صوفیانو سیمه کې د افغان سرتیرو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه شوې ده.

شمس الرحمن شمس
16 چنګاښ 1399
فرامرز: په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو ترهګر وژل شوی او بل نیول شوی
د ده په وینا، دوو وسله وال مخالفینو په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
فرامرز زیاتوي، دغه وسله وال تر نښتې وروسته شکردرې ولسوالۍ ته وتښتېدل، چې بیا هلته د دواړو لورو تر منځ  په جګړه کې د ابوبکر په نوم یو وسله وال ووژل شو او د حکمت الله په نوم یو بل یې د افغان ځواکونو له خوا ژوندی ونیول شو.
د یادولو وړ ده چې له یادو وسله والو څخه دوه میله راکېټ او درې مرمۍ هم نیول شوې دي.
تر اوسه کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA